آل عمران ۴۲

وَإِذْ قَالَتِ الْمَلَائِكَةُ يَا مَرْيَمُ إِنَّ اللَّهَ اصْطَفَاكِ وَطَهَّرَكِ وَاصْطَفَاكِ عَلَى نِسَاءِ الْعَالَمِينَ

اوکوم وخت چه اویل ملائکو ای مریم یقیناً‌ اللّه تعالٰی غوره کړی ئی ته او پاکه ساتلی ئی ته اوغوره والی درکړی دی تاته په زنانودخلقو باندی -

اول غوره والی په (اصْطَفَا) پنځه صفاتوسره دی کوم چه په (۳۷) کښی ذکر شول اودوهم غوره والی دادی چه اللّه تعالٰی هغی لره بغیردنارینه نه اولاد ورکړو داصفت ددنیا په زنانوکښی نیشته (الْمَلَائِكَةُ) جمع په معنیٰ دمفرد ده یعنی جبرئیل علیه السلام ورسره خبری وکړی اوداکرامت د مریم علیها السلام دی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل