آل عمران ۲۷

تُولِجُ اللَّيْلَ فِي النَّهَارِ وَتُولِجُ النَّهَارَ فِي اللَّيْلِ وَتُخْرِجُ الْحَيَّ مِنَ الْمَيِّتِ وَتُخْرِجُ الْمَيِّتَ مِنَ الْحَيِّ وَتَرْزُقُ مَنْ تَشَاءُ بِغَيْرِ حِسَابٍ

ننه باسی شپه په ورځ کښی او ننه باسی ورځ په شپه کښی اورااوباسی ژوندی دمړنه اوراباسی مړه دژوندی نه ، اورزق ورکوی هغه چاته چه اوغواړی بی حسابه -

په دی دواړه کښی دولس صفات د اللّه تعالٰی دی ، مطلب دادی چه هرحاجت او مصیبت کښی اللّه تعالٰی ته آواز کوئ - اودا توحید فی الربوبیة دی ځکه چه مقصد نفی ددی صفتونو ده د عیسیٰ علیه السلام او مریم علیها السلام نه (وَتُخْرِجُ الْحَيَّ مِنَ الْمَيِّتِ وَتُخْرِجُ الْمَيِّتَ مِنَ الْحَيِّ) دلته حئ او میت عام دی ولد دنطفی نه ، ولد دهگئ نه ، عالم دجاهل نه، مؤحد دمشرک نه، شنه بوټی داوچی ځمکی نه، او شنه بوټی دوچ تخم نه، او ددی ټولو برعکس ته شامل دی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل