قُلِ اللَّهُمَّ مَالِكَ الْمُلْكِ تُؤْتِي الْمُلْكَ مَنْ تَشَاءُ وَتَنْزِعُ الْمُلْكَ مِمَّنْ تَشَاءُ وَتُعِزُّ مَنْ تَشَاءُ وَتُذِلُّ مَنْ تَشَاءُ بِيَدِكَ الْخَيْرُ إِنَّكَ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ
(اوایه هرحاجت کښی) ای اختیارمند دبادشاهئ ورکوی ته بادشاهی چا ته اوغواړی اواخلی بادشاهی د هغه چانه چه اوغواړی اوعزت ورکوی هغه چاله چه اوغواړی اوذلت ورکوی هغه چاله چه اوغواړی ستاپه لاس کښی ټول خیردی یقیناً ته په هرڅه قدرت لری -
ددی آیت نه تر (۶۳) پوری دریم باب دی په دی کښی مسئله د توحید په ذکر دصفاتو د اللّه تعالٰی ده - بیا حکم په دوستانه پریخودلو دکافرانو اوپه هغی باندی تخویف ، بیاترغیب په تابعدارئ د رسول اللّٰه ﷺ سره بیا بیان دعبدیت اوعجزدانبیاؤ اوعجز دمور دمریم اوعجز دذکریا علیه السلام اوعجزدمریم علیهما السلام اوتفصیلی بیان دعبدیت دعیسیٰ علیه السلام په پنځه ویشتو صفاتوسره - اوجوابات دسوالاتو (۱) مریم له بی موسمه میوه ملاؤ شوه (۲) د زکریاعلیه السلام بی موسمه ځوی اوشو (۳) عیسیٰ علیه السلام مړی ژوندی کول اواکمه او ابرص ئی جوړول (۴) دمریم بی نارینه ولد اوشو (۵) عیسیٰ علیه السلام بی پلاره پیدا شو ، ددی نه معلومیږی چه مریم علیها السلام ، زکریا علیه السلام عیسیٰ علیه السلام واکدار وؤ او دبندگئ لائق وؤ - د اللّه تعالٰی سره شریک وؤ - ددی ټولو سوالاتو جوابونه په دی باب کښی دی -