لَا يَتَّخِذِ الْمُؤْمِنُونَ الْكَافِرِينَ أَوْلِيَاءَ مِنْ دُونِ الْمُؤْمِنِينَ وَمَنْ يَفْعَلْ ذَلِكَ فَلَيْسَ مِنَ اللَّهِ فِي شَيْءٍ إِلَّا أَنْ تَتَّقُوا مِنْهُمْ تُقَاةً وَيُحَذِّرُكُمُ اللَّهُ نَفْسَهُ وَإِلَى اللَّهِ الْمَصِيرُ
نه دِ نیسی مؤمنان کافرانو لره دوستان سیوا دمؤمنانونه اوچاچه اوکړو داکار پس نه دی اللّه تعالٰی (دډلی نه) په هیڅ کښی مگرکه ځان ساتی ددوی نه ځان ساتل ، اوویرهۍ اللّه تعالٰی تاسو دځان نه او خاص اللّه تعالٰی ته دی گرځیدل ستاسو -
دوستانه دکافرانو سره په دری طریقی ده (۱) په عمل دکفراوشرک کښی مشابهت او شرکت کول اوداکفردی - (۲) په عمل دکفراوشرک اوگناهونو کښی امداد کول دا گناه کبیره دی - (۳) دکافراوبدعتی وغیره عزت او توقیرکول داهم گناه دی (إِلَّا أَنْ تَتَّقُوا مِنْهُمْ تُقَاةً) ددینه مراد حالت داکراه دی چه دهغی تفصیل په سورة نحل (۱۰۶) کښی دی (نَفْسَهُ) دنفس اطلاق په اللّه تعالٰی باندی حقیقتةً دی بغیر دتشبیه او تمثیل او تحریف او تاویل نه -