ذَلِكَ بِأَنَّهُمْ قَالُوا لَنْ تَمَسَّنَا النَّارُ إِلَّا أَيَّامًا مَعْدُودَاتٍ وَغَرَّهُمْ فِي دِينِهِمْ مَا كَانُوا يَفْتَرُونَ
داپه دی سبب چه دوی وائی هیچ چیری به اونه رسی مونږ ته اور مگریوڅوورځی شمارلی شوی اودهوکه کړی دی دوی په باره ددین ددوی کښی هغه (قصواومسئلو) چه (لویوملایانو) دځان نه جوړکړی دی -
په دی آیت کښی ددوی دمخ اړه ولو دوه سببه ذکرکړل یوداچه مونوږجنتیان یو صرف دبعضی وړو گناهونوپه وجه کیدی شی چه اورته لاړشو دوهم دزړو ملایانو دروغ جوړشوی مسئلی اوقصی ددوی دلیل دی (يَفْتَرُونَ) ضمیرراجه دی غټوملایانو ته (يَّامًا مَعْدُودَاتٍ) په سوره بقره (۸۰) کښی مفرذکرکړی وؤ دهغی وجه هلته ذکرشوی ده -