آل عمران ۲۳

أَلَمْ تَرَ إِلَى الَّذِينَ أُوتُوا نَصِيبًا مِنَ الْكِتَابِ يُدْعَوْنَ إِلَى كِتَابِ اللَّهِ لِيَحْكُمَ بَيْنَهُمْ ثُمَّ يَتَوَلَّى فَرِيقٌ مِنْهُمْ وَهُمْ مُعْرِضُونَ

آیاته نه گوری هغه کسانوته چه ورکړی شوی ده ورته برخه دکتاب نه رابللی کیدی شی کتاب د اللّه تعالٰی ته د پاره ددی چه فیصله اوکړی ددوی په مینځ کښی بیا مخ واړه ؤو یوه ‌ډله ددوی نه اودوی همیشه مخ اړه وی (دحق نه) -

مخکښی آیت کښی دلویو ملایانو حال ذکر شو چه هغوی دبغی دوجی نه دین بدل کړی دی او دشرک دنفی اثبات دپاره ئی کتابونه لیکلی دی نواوس په دی کښی ذکر د وړو ملایانو دی چه هغه دلوی ملایانو په دروغو جوړ شوی مسئلو او قصو پسی تقلید کوی اودکتاب اللّه تعالٰی نه مخ اړوی (وَهُمْ مُعْرِضُونَ) اشاره ده چه حق نه اعراض کول ددوی عادت گرځیدلی دی (نَصِيبًا) مراد داچه دکتاب په عبارت لوستلوپوهیږی لیکن دهغی په معنیٰ اومقصد نه پوهیږی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل