آل عمران ۲۲

أُولَئِكَ الَّذِينَ حَبِطَتْ أَعْمَالُهُمْ فِي الدُّنْيَا وَالْآخِرَةِ وَمَا لَهُمْ مِنْ نَاصِرِينَ

داهغه کسان دی چه بربادشوی دی عملونه ددوئ په دنیاکی اوآخرت کښی او نیشته دوئ لره هیڅوک مددگاران -

په دی کښی جواب دوهم ددوی دی چه ددی ملایانو خو نیک عملونه شته دی نوڅرنگ دوی لره عذاب دی؟ جواب دادی چه هغه برباد شوی دی په سبب دکفر بالآیات سره - دنیوی بربادی داده چه عملونه ددوی په صفت کښی نشی ذکرکیدلی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل