آل عمران ۲۱

إِنَّ الَّذِينَ يَكْفُرُونَ بِآيَاتِ اللَّهِ وَيَقْتُلُونَ النَّبِيِّينَ بِغَيْرِ حَقٍّ وَيَقْتُلُونَ الَّذِينَ يَأْمُرُونَ بِالْقِسْطِ مِنَ النَّاسِ فَبَشِّرْهُمْ بِعَذَابٍ أَلِيمٍ

یقیناً هغه کسان چه کفرئی کړی دی په آیاتونود اللّه تعالٰی اووژلی دی پیغمبران بغیر دجرم شرعی نه اووژلی دی هغه کسان چه بیان کوی د انصاف (دین توحید) دخلقونه‌ پس زیری ورکړه دوی لره په عذاب دردناک سره -

په دی کښی ذکردحال دباغیانو کتابیانو دی اوهغوی ته تخویف ورکول دی (بِآيَاتِ اللَّهِ) د توحید آیاتونه په خپل کښی هم نه منی هرکه چه انبیاء او نورحق والا علماء دوی ته دتوحید دعوت ورکوی نوهغوی قتل کوی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل