فَإِنْ حَاجُّوكَ فَقُلْ أَسْلَمْتُ وَجْهِيَ لِلَّهِ وَمَنِ اتَّبَعَنِ وَقُلْ لِلَّذِينَ أُوتُوا الْكِتَابَ وَالْأُمِّيِّينَ أَأَسْلَمْتُمْ فَإِنْ أَسْلَمُوا فَقَدِ اهْتَدَوْا وَإِنْ تَوَلَّوْا فَإِنَّمَا عَلَيْكَ الْبَلَاغُ وَاللَّهُ بَصِيرٌ بِالْعِبَادِ
پس که دوی بخث کوی تاسره پس اوایه چه تابع کړی دی ما ځان خپل اللّه تعالٰی ته (په توحید سره) اوڅوک چه ځماتابع دار وی ، او اوایه هغه کسانوته چه ورکړی شوی دی هغوی ته کتاب اوامیانوته: آیاتاسو دین د توحید منئ؟ پس که دوی اومنو (توحید) پس یقیناً هدایت ئی اوموندو اوکه دوئ مخ اوگرځوو پس یقیناً په تاباندی رسول دی ، او اللّه تعالٰی لیدونکی دی بندگانو لره -
دی آیت کښی ددعوت طریقه ده یعنی ملایان او امیانوته اول دتوحید دعوت ورکړئ (فَإِنْ حَاجُّوكَ) یعنی دوئ په حجت کښی اقوال دباغیانو پیش کوی دپاره داثبات د شرک اوکفر (فَقُلْ أَسْلَمْتُ) په دی کښی دعقیدی اودمسئلک ځپل دی اشاره ده چه ځه خوپه مقابله دوحی د اللّه تعالٰی کښی دبل چاقول نه منم (فَقَدِ اهْتَدَوْا) یعنی دصحیح اسلام د منلونه روستو مونږ دچامقابلی نه کوؤ دغه صحیح دین دی -