إِنَّ الدِّينَ عِنْدَ اللَّهِ الْإِسْلَامُ وَمَا اخْتَلَفَ الَّذِينَ أُوتُوا الْكِتَابَ إِلَّا مِنْ بَعْدِ مَا جَاءَهُمُ الْعِلْمُ بَغْيًا بَيْنَهُمْ وَمَنْ يَكْفُرْ بِآيَاتِ اللَّهِ فَإِنَّ اللَّهَ سَرِيعُ الْحِسَابِ
یقیناً دین (غوره) په نزد د اللّه تعالٰی اسلام دی (توحید) اواختلاف نه دی کړی (دتوحیدنه) هغه کسانوچه ورکړی شوی دی هغوی ته کتاب مگر روستو دهغی نه چه راغی دوی ته علم (دتوحید) دوجی دضد نه په مینځ ددوی کښی اوچاچه کفراوکړو په آیاتونو د اللّه تعالٰی پس یقیناً اللّه تعالٰی زرحساب کؤونکی دی -
داجواب دسوال دی هغه دادی چه بعضی کتابونوکښی بندگی دغیراللّه اوبلنه دغیراللّه وغیره جائز لیکلی دی آیاهغه غلط دی؟ دجواب حاصل دادی چه دین د اللّه تعالٰی توحید دی نوکوم عبادتونه یا کتابونه چه ددی خلاف دی هغه بعضی ملایانوپس دعلم نه په ضد اوعناد دځان نه جوړکړی دی نوهغه باطل دی (بِآيَاتِ اللَّهِ) مراد ددی نه آیاتونه او دلیلونه دتوحید دی اوهغه څوک چه داپریږدی دوجی داقوالو دباغیانو نه نوداکفردی -