آل عمران ۱۸

شَهِدَ اللَّهُ أَنَّهُ لَا إِلَهَ إِلَّا هُوَ وَالْمَلَائِكَةُ وَأُولُو الْعِلْمِ قَائِمًا بِالْقِسْطِ لَا إِلَهَ إِلَّا هُوَ الْعَزِيزُ الْحَكِيمُ

بیان کړی دی اللّه تعالٰی چه نیشته حق داردبندگئ سیوا دهغه نه اوملائکو اوعلم والا کلک دی په انصاف نیشته حاجت پوره کؤونکی سیوا د اللّه تعالٰی نه زور اور دی حکمتونو والا دی -

ددی آیت نه تر (۳۵) پوری دوهم باب دی په دی کښی مسئله توحید اوپه هغی دلیلونه اونتیجه په یوآیت کښی - بیاجواب دسوال، بیاطریقه ددعوت او تکالیف ددعوت سره دتخویف اخروی دمخالفت کوؤنکو بیا ذکر دحال مخالفت کولو داهل کتاب اوتخویف دآخرت دی - په دی آیت کښی په دعویٰ دتوحید دلیل وحی دی - شهادت د اللّه تعالٰی اودلیل نقلی دی شهادت د ملائکو او مؤحدینو مخکنو او دلیل عقلی دی په لفظ د بِالْقِسْطِ سره چه دا دعقل په نزد دانصاف خبره ده - اوبیا نتیجه ذکر ده اوشهادت د اللّه تعالٰی کتابونه نازلول اودلیلونه قائم کول دی په اثبات دتوحید باندی - اوداآیت دلیل دی په شرافت او فضیلت دعلماؤ موحدینو چه اللّه تعالٰی دهغوی شهادت دخپل شهادت سره یوځای کړی دی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل