الصَّابِرِينَ وَالصَّادِقِينَ وَالْقَانِتِينَ وَالْمُنْفِقِينَ وَالْمُسْتَغْفِرِينَ بِالْأَسْحَارِ
دوی صبرناک دی او رشتیا ویونکی دی او تابعداری کوونکی دی او خرچ کوونکی دی او بخنه غوښتونکی دی په وخت د پیشمنی کښی (چربانگ) -
داپنځه صفات دنیکانو دی دپاره دابتدائی دخول دجنت اومخکښی آیت کښی صرف تقویٰ ذکروه یعنی ایمان چه سبب دخول دی مطلقا په دی کښی صبرعبادت دزړه دی ، اوصدق عبادت دژبی دی اوقنوت عبادت داندامونو دی ، اوانفاق عبادت مالیه دی ، اواستغفار په وخت د پیشمنی کښی تتمه دټولوعبادتونوده ، نوپه دی کی ذکر د عبدیت کامله دی چه ددی اول مصداق صحابه کرام وؤ اودا صفتونه په نصاراؤ کښی نه وؤ -