إِنَّ الَّذِينَ كَفَرُوا لَنْ تُغْنِيَ عَنْهُمْ أَمْوَالُهُمْ وَلَا أَوْلَادُهُمْ مِنَ اللَّهِ شَيْئًا وَأُولَئِكَ هُمْ وَقُودُ النَّارِ
یقیناً هغه کسان چه کفرئی کړی دی چیری به لری نه کړی ددوی نه مالونه ددوی اونه اولاد ددوی دعذاب د اللّه تعالٰی نه څه شی اودغه کسان دوی خاشاک داور دی -
داتزهید فی الدنیا دی اوتخویف دی منکرانو دتوحید ته (أَمْوَالُهُمْ وَلَا أَوْلَادُهُمْ) یعنی که کافراومشرک خلق مال خیرات کړی یادهغه اولاد صالح وی، یا دهغه نه دمال فدیه اداکوی لیکن نه قبلیږی (لَنْ تُغْنِيَ) اغناء په معنیٰ ددفع کولو اوفائدی ورکولو راځی -