آل عمران ۹

رَبَّنَا إِنَّكَ جَامِعُ النَّاسِ لِيَوْمٍ لَا رَيْبَ فِيهِ إِنَّ اللَّهَ لَا يُخْلِفُ الْمِيعَادَ

ای ربه ځمونږ یقیناُ‌ ته جمع کؤونکی دټولو خلقو ئی په داسی ورځ کښی چه شک نیشته په هغی کښی یقیناً اللّه تعالٰی خلاف نه کوی دوعدی خپلی نه -

داهم دعا ده په تقدیردعبارت سره - فَلَاتُخْزِنَا بِالزَّیْغِ (مونږمه شرمنده کوی په زیغ سره) په ورځ دجمع کیدلو دخلقو کښی (جَامِعُ) په دنیاکښی خلق به جداجدا مکاناتو کښی اوجداجدا زمانوکښی وؤ لیکن په ورځ دقیامت به ټول په یومیدان کښی راجمع کړی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل