رَبَّنَا لَا تُزِغْ قُلُوبَنَا بَعْدَ إِذْ هَدَيْتَنَا وَهَبْ لَنَا مِنْ لَدُنْكَ رَحْمَةً إِنَّكَ أَنْتَ الْوَهَّابُ
(وايی دوی) ای ربه ځمونږمه کږوی زړونه ځمونږ پس دهغی نه چه خودنه کړی ده تامونږته، اورا اوبخی مونږته دخپل طرف پوخ والی په دین یقیناً ته بخشش ورکؤونکی ئی -
دادعا دتثبت ده - دلته رحمة په معنیٰ دتثبت سره دی - اشاره ده چه کله اهل زیغ ملایان په متشابهاتوسره خلق گمراه کوی نودغه وخت دادعا په کثرت سره ویل په کار دی -