آل عمران ۷

هُوَ الَّذِي أَنْزَلَ عَلَيْكَ الْكِتَابَ مِنْهُ آيَاتٌ مُحْكَمَاتٌ هُنَّ أُمُّ الْكِتَابِ وَأُخَرُ مُتَشَابِهَاتٌ فَأَمَّا الَّذِينَ فِي قُلُوبِهِمْ زَيْغٌ فَيَتَّبِعُونَ مَا تَشَابَهَ مِنْهُ ابْتِغَاءَ الْفِتْنَةِ وَابْتِغَاءَ تَأْوِيلِهِ وَمَا يَعْلَمُ تَأْوِيلَهُ إِلَّا اللَّهُ وَالرَّاسِخُونَ فِي الْعِلْمِ يَقُولُونَ آمَنَّا بِهِ كُلٌّ مِنْ عِنْدِ رَبِّنَا وَمَا يَذَّكَّرُ إِلَّا أُولُو الْأَلْبَابِ

خاص اللّه تعالٰی هغه ذات دی چه نازل کړی دی په تاباندی کتاب بعضی دده نه آیاتونه ښکاره مراد والادغه اصل د کتاب دی، اونورآیانونه پټ مراد والادی پس هرچه کسان دی چه په زړنودهغوی کښ کږلیچ دی پس تابعداری کوی دهغه پټ مرادوالا ددینه دپاره دطلب دگمراه کولواودپاره دحقیقت دهغی اونه پوهیږی په حقیقت دهغی مگر اللّه تعالٰی اوکلک په علم کښی وائی ایمان راوړی دی مونږپه دی، داټول دطرف درب ځمونږنه دی ، اونصیحت نه اخلی مگرصفاعقل والا -

دا جواب دسوال دی ، سوال دادی چه عیسیٰ علیه السلام ابن اللّه الفاظ‌ په انجیل کښی شته دی ، اودارنگ قرآن کریم کښی وَرُوحٌ مِّنْهُ لفظ دی ، ددی نه معلومیږی چه عیسیٰ علیه السلام د اللّه تعالٰی جزدی ، دجواب حاصل دادی چه دارنگ الفاظ متاشبهات دی ددی حقیقت باندی اللّه تعالٰی نه سیوا بل څوک نه پوهیږی اوددی داسی معنیٰ اخیستل چه محکماتونه خلاف وی ناجائزه ده (أُمُّ الْكِتَابِ) اصل دکتاب ځکه دی چه دمتاشبهاتودمراد په وخت کښی محکماتوته رجوع کیږی ، دارنگ به عقیده او عمل کولوکښی هم دی محکماتوباندی بنیاد دی ، حدیث دعایشه رضی اللّه عنها کښی راغلی دی چه اوس چه څوک متشابهاتوپسی روان وی نوپوهه شئ چه هغوی اهل زیغ دی - اودی آیت کښی دآیتونودوه قسمه ذکرکړل ، محکمات او متشابهات اوداهل علمو دوه قسمونه اهل زیغ اوراسخون - اهل زیغ تابع دمتشابهات دی اوراسخون تابع دمحکماتو دی (ابْتِغَاءَ الْفِتْنَةِ) مراد دفتنی نه گمراهی او کفروشرک وبدعت دی (تَأْوِيلِهِ) دلته مراد دتاویل نه تخریف دی دپاره داثبات دخواهش خپل (وَمَا يَعْلَمُ تَأْوِيلَهُ) دلته مراد دتاویل نه حقیقت دهغی دی او (إِلَّا اللَّهُ) باندی په نزد د اکثرصحابؤ او تابعینووقف دی - اوکه تاویل نه مراد صرف تفسیرشی موافق دمحکماتوسره نووالراسخون عطف دی په اللّه باندی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل