آل عمران ۱۱

كَدَأْبِ آلِ فِرْعَوْنَ وَالَّذِينَ مِنْ قَبْلِهِمْ كَذَّبُوا بِآيَاتِنَا فَأَخَذَهُمُ اللَّهُ بِذُنُوبِهِمْ وَاللَّهُ شَدِيدُ الْعِقَابِ

(حال ددوی) په شان دحال دفرعونیانو دی اودهغه کسانو چه دوی نه مخکښی ؤو، دروغژن کړی ؤو هغوی آیاتونه ځمونږ پس اونیول دوی لره اللّه تعالٰی په سبب دگناهونو ددوی او اللّه تعالٰی سخت عذاب ورکؤونکی دی -

داذکر دمنکرینو مخکنودی دپاره دمثال دعذاب (كَدَأْبِ) دأب په معنیٰ دحال اوعادت دی (وَالَّذِينَ مِنْ قَبْلِهِمْ) من بعدهم ئي ځکه نه دی وئیلی چه دفرعون دهلاکت نه روستو په هیڅ قوم باندی استیصالی (بیخ کندی) عذاب نه دی راغلی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل