لِلَّهِ مَا فِي السَّمَاوَاتِ وَمَا فِي الْأَرْضِ وَإِنْ تُبْدُوا مَا فِي أَنْفُسِكُمْ أَوْ تُخْفُوهُ يُحَاسِبْكُمْ بِهِ اللَّهُ فَيَغْفِرُ لِمَنْ يَشَاءُ وَيُعَذِّبُ مَنْ يَشَاءُ وَاللَّهُ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ
خاص په اختیار د اللّه تعالٰی کښی دی هغه څه په آسمانونو کښی دی اوهغه څه په ځمکه کښی دی ، اوکه ښکاره کوئ تاسو هغه څه په زړونوستاسوکښی دی یا پټوئ هغه ، نوحساب به کوی تاسوسره په هغی باندی اللّه تعالٰی بخنه کوی چاته چه اوغواړی اوعذاب ورکوی چاله چه اوغواړی او اللّه تعالٰی په هرڅه باندی قدرت لرونکی دی -
ددی نه ترآخره پوری څلورم باب دی په دی کښی واپس کول دهغه څلورو مقصدونو دی - کوم چه په دی سورة کښی بیان شول - توحید ، رسالت، جهاد، انفاق فی سبیل اللّه او اختتام دی په دعا سره - لِلَّهِ مَا فِي السَّمَاوَاتِ) په دی کښی رد دشرک فی التصرف دی (مَا فِي أَنْفُسِكُمْ) نه مراد عقیدی اوخیالات دی چه هغه په قصد او اواختیارسره زړه کښی لری - داد آخری آیت په دلیل سره ثابت ده - په دی آیت کښی دعویٰ دتوحید ده څلورم ځل چه واکدار دټول عالم او غیب دان یو اللّه تعالٰی دی نو بندگی یو اللّه تعالٰی پوری خاص کړئ