آمَنَ الرَّسُولُ بِمَا أُنْزِلَ إِلَيْهِ مِنْ رَبِّهِ وَالْمُؤْمِنُونَ كُلٌّ آمَنَ بِاللَّهِ وَمَلَائِكَتِهِ وَكُتُبِهِ وَرُسُلِهِ لَا نُفَرِّقُ بَيْنَ أَحَدٍ مِنْ رُسُلِهِ وَقَالُوا سَمِعْنَا وَأَطَعْنَا غُفْرَانَكَ رَبَّنَا وَإِلَيْكَ الْمَصِيرُ
ایمان راوړی دی رسول اللّٰه ﷺ په هغه څه نازل کړی شوی دی ده ته دطرف د رب دده نه او مؤمنانو، هریوایمان راوړی دی په اللّه تعالٰی اوپه ملائکو دهغه او کتابونو دهغه اورسولانو دهغه (وائی دوی) جدائی نه کوو (په ایمان راوړلوکښی) په مینځ دهیچا کښی درسولانو دهغه نه ، اووائی دوی واوریدلو مونږ او تابعداری کؤو مونږ غواړو بخنه ستانه ای ربه ځمونږ اوتاته دی درگرځیدل دټولو -
په دی آیت کښی صدق د رسول اللّٰه ﷺ ذکر دی اوتصدیق دکل سورة او دقرآن دی دطرف د رسول اللّٰه ﷺ اود اصحاب کرامونه - مراد د (الْمُؤْمِنُونَ) نه صحابه کرام دی اولاً بیا روستو نورمؤمنان - (كُلٌّ آمَنَ) داتفصیل دایمان دهغوی دی (سَمِعْنَا وَأَطَعْنَا) د ایمان سره قبولیت اوعمل کول هم ضروری دی (غُفْرَانَكَ) اشاره ده اقرار ته په خپل قصورکولو باندی -