البقرة ۲۸۳

وَإِنْ كُنْتُمْ عَلَى سَفَرٍ وَلَمْ تَجِدُوا كَاتِبًا فَرِهَانٌ مَقْبُوضَةٌ فَإِنْ أَمِنَ بَعْضُكُمْ بَعْضًا فَلْيُؤَدِّ الَّذِي اؤْتُمِنَ أَمَانَتَهُ وَلْيَتَّقِ اللَّهَ رَبَّهُ وَلَا تَكْتُمُوا الشَّهَادَةَ وَمَنْ يَكْتُمْهَا فَإِنَّهُ آثِمٌ قَلْبُهُ وَاللَّهُ بِمَا تَعْمَلُونَ عَلِيمٌ

اوکه تاسوئی په سفرباندی اونه مومئ لیکونکی نو (جائزده چه واخلئ) گانړه قبض کړی شوی ، پس که اعتبار اوکړی بعضی ستاسوپه بعضی باندی، پس ادا دِ‌ کړی هغه کس چه اعتبارپری کړی شوی دی حق خپل اوویره دِ کوی اللّه تعالٰی نه چه رب دده دی اومه پټوئ گواهی اوچاچه پټه کړه گواهی پس یقیناً گنهکار دی زړه دده او اللّه تعالٰی ستاسو په عملونوباندی پوهه دی -

د آیت هم دمخکښی سره تعلق لری - دسفر او دکاتب دموندلو قید دډیرضرورت دپاره دی - په حدیث سره ثابت ده چه په مدینه منوره کښی رسول اللّٰه ﷺ دیویهودی سره خپله زغره گانړه ایښی وه په دیرش اوږی وربشو کښی - گانړه څیزنه په ټولو مذهبونو کښی فائده اخیستل جائز نه دی بلکه دا سوددی صرف دڅاروی باره کښی دامام احمد اختلاف دی (آثِمٌ قَلْبُهُ) زړه ځکه گنهگار دی چه پټول په زړه کیږی نو هغه محل دگناه دی (فَإِنْ أَمِنَ بَعْضُكُمْ بَعْضًا) یعنی داعتماد اواعتبار دوجی نه لیکل نه کوی اونه گانړه طلب کوی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل