البقرة ۲۷۳

لِلْفُقَرَاءِ الَّذِينَ أُحْصِرُوا فِي سَبِيلِ اللَّهِ لَا يَسْتَطِيعُونَ ضَرْبًا فِي الْأَرْضِ يَحْسَبُهُمُ الْجَاهِلُ أَغْنِيَاءَ مِنَ التَّعَفُّفِ تَعْرِفُهُمْ بِسِيمَاهُمْ لَا يَسْأَلُونَ النَّاسَ إِلْحَافًا وَمَا تُنْفِقُوا مِنْ خَيْرٍ فَإِنَّ اللَّهَ بِهِ عَلِيمٌ

(صدقات) دپاره دمحتاجودی چه هغوی بندکړی شوی دی په لارد اللّه تعالٰی کښی طاقت نه لری دسفرکولو(دپاره دمال گټلو) په ځمکه کښی گمان کوی په دوی باندی ناخبرکس مال داران دوجی بچ کیدلودحرامونه پیژنی ته دوی لره په نښو ددوئ سوال نه کوی دوی خلقو نه بی ضرورته ، اوهغه چه خرچ کوئ تاسو څه مال پس یقیناً اللّه تعالٰی په هغه باندی ښه پوهه دی -

په دی آیت کښی شپږمه خبره ده یعنی مصرف پیژندل - اودا مصرف دپاره دانفاق فی سبیل اللّه دی اوهغه مجاهدین او طالبان دعلم دی اودهغوئ شپږصفات ئی ذکر کړی دی (ضَرْبًا فِي الْأَرْضِ) مراددی نه سفرکول دپاره دتجارت یا مزدورئ کولو (الْجَاهِلُ) مراد دده نه هغه څوک دی چه د حقیقت ددی فقراؤ نه خبرنه لری (التَّعَفُّفِ) ځان دحرامو نه بچ ساتل اوسوال کول بی ضرورته هم په دی کښی داخل دی (إِلْحَافًا) دحدیث مضمون دادی چه دچا سره څلویښت درهمه وی اوسوال کوی نوهغه ته سوال الحافاً وائی - نوحاصل معنیٰ ئی دا شوه چه بی ضرورته سوال کوی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل