الَّذِينَ يُنْفِقُونَ أَمْوَالَهُمْ بِاللَّيْلِ وَالنَّهَارِ سِرًّا وَعَلَانِيَةً فَلَهُمْ أَجْرُهُمْ عِنْدَ رَبِّهِمْ وَلَا خَوْفٌ عَلَيْهِمْ وَلَا هُمْ يَحْزَنُونَ
هغه کسان چه خرچ کوی مالونه خپل دشپی او دورځی پټ او ښکاره پس دوی لره ثواب دعمل ددوی دی په نزد رب ددوی اونه به وی هیڅ ویره په دوی باندی اونه به دوی غمژن کیږی -
په دی آیت کښی اوومه خبره ده - په دی کښی عموم داوقاتو دانفاق ذکردی یعنی که دشپی خرچ کوئ اوکه دورځی خرچ کوئ نوثواب دپاره تعین دیووخت ضرورت نیشته لکه چه بدعتیان دځان نه تخصیصونه کوی - دجمعی شپه څلویښتمه وغیره -