لَيْسَ عَلَيْكَ هُدَاهُمْ وَلَكِنَّ اللَّهَ يَهْدِي مَنْ يَشَاءُ وَمَا تُنْفِقُوا مِنْ خَيْرٍ فَلِأَنْفُسِكُمْ وَمَا تُنْفِقُونَ إِلَّا ابْتِغَاءَ وَجْهِ اللَّهِ وَمَا تُنْفِقُوا مِنْ خَيْرٍ يُوَفَّ إِلَيْكُمْ وَأَنْتُمْ لَا تُظْلَمُونَ
نیشته ستا په ذمه باندی سمول ددوی اولیکن اللّه تعالٰی په سمه لار روانه وی چاله چه اوغواړی اوهغه چه خرچ کوئ تاسوڅه مال پس دپاره دفائدی دځانونوستاسو دی اوخرچ نه کوئ تاسو مگر دپاره دطلب دمخ د اللّه تعالٰی اوهغه چه خرچ کوئ تاسوڅه مال پوره په درکړی شی بدله دهغی تاسوته اوپه تاسو ظلم نشی کیدی -
دی کښی پنځمه خبره ده یعنی څوک چه په چاباندی ددی دپاره خرچ کوی چه دی دین کښی داخل شی لیکن هرکله چه هغه اونه منی نوبیاپه هغه باندی خرچ کول پریږدی اوخفه شی چه دا بی فائدی محنت دی نو اللّه تعالٰی دی آیت کښی تسلی ورکوی چه بیان دحق کوئ اوخرچ کوئ خفگان مه کوئ ځکه چه لارباندی روانول د اللّه تعالٰی اختیاردی - تاسوته ضروراجرملاویږی (وَمَا تُنْفِقُوا مِنْ خَيْرٍ فَلِأَنْفُسِكُمْ) یعنی دهرچاصدقه دهغه دپاره خاص وی بل چاته دهغی ثواب نه ملاویږی څوپوری چه په شرعی طریقی سره هغه ته بخلی نه وی اوپه دی پسی په دوهمه جمله کښی شرط دانفاق ذکرکوی چه ابتغاء وجه اللّه ده اوپه دریمه جمله کښی ئی دپوره اجرورکولو وعده ورکړی ده -