إِنْ تُبْدُوا الصَّدَقَاتِ فَنِعِمَّا هِيَ وَإِنْ تُخْفُوهَا وَتُؤْتُوهَا الْفُقَرَاءَ فَهُوَ خَيْرٌ لَكُمْ وَيُكَفِّرُ عَنْكُمْ مِنْ سَيِّئَاتِكُمْ وَاللَّهُ بِمَا تَعْمَلُونَ خَبِيرٌ
که ښکاره ورکوئ تاسو صدقی پس ښه دی هغه، اوکه پټی وکوئ هغه اوورکوئ ئی فقیرانوته پس داکارډیرفائده مند دی تاسولره اولری به کړی ستاسونه څه بدئ ستاسو (گناهونه اوسختئ) او اللّه تعالٰی ستاسو په عملونو خبردار دی -
دی آیت کښی څلورمه خبره ده یعنی طریقه دورکولو دصدقی ښکاره ورکول یاپه پټه ورکول - اودهغی دصحیح مصرف دوه فائدی ذکردی دښکاره صدقی ورکولو او پټ ورکولو دپاره مناسب اوقات اوځایونه دی (وَتُؤْتُوهَا الْفُقَرَاءَ) فرضی صدقه خودفقراء دپاره خاص ده اوغیرفرضی فقراء ته ورکول غوره دی اونوروته هم جائزدی -