وَمَا أَنْفَقْتُمْ مِنْ نَفَقَةٍ أَوْ نَذَرْتُمْ مِنْ نَذْرٍ فَإِنَّ اللَّهَ يَعْلَمُهُ وَمَا لِلظَّالِمِينَ مِنْ أَنْصَارٍ
اوهغه چه تاسوخرچ کوئ څه خرچه یامنخته کوئ تاسو څه منخته پس یقیناً اللّه تعالٰی پوهه دی په هغی اونیشته ظالمانو لره څوک امدادیان -
دی آیت کښی دریمه خبره ده چه صدقه ورکول په غیرمعین طریقی سره وی اوکه په معین طریقی سره وی چه هغی ته نذروائی - اوظالمانونه مراد هغه دی چه خرچ بی ځایه کوی یانذر دغیراللّه په نوم باندی ورکوی (فَإِنَّ اللَّهَ يَعْلَمُهُ) په دی کښی اشاره ده جزا اوبدلی ورکولو ته -