البقرة ۲۶۹

يُؤْتِي الْحِكْمَةَ مَنْ يَشَاءُ وَمَنْ يُؤْتَ الْحِكْمَةَ فَقَدْ أُوتِيَ خَيْرًا كَثِيرًا وَمَا يَذَّكَّرُ إِلَّا أُولُو الْأَلْبَابِ

ورکوی پوهه ددین هغه چاته چه اوغواړی، اوهغه چاته چه ورکړی شوه پوهه ددین پس یقیناً‌ ورکړی شو ده ته خیرډیراونصیحت نه آخلی مگرصاف عقل والا -

دا دوهمه خبره ده چه دحکمت دحاصلولو کوشش کول په کاردی - دحکمت ډیرمعانی دی - دهغه معانو خلاصه داده چه دقرآن کریم پوهه اوددین داسی علم اوکړئ چه په هغی سره دحق اوباطل فرق کولی شئ اودالهام الرحمٰن اووسوسی دشيطان فرق کیږی - اوددی تائید په حدیث صحیح کښی دی چه: مَنْ يُرِدِ اللَّهُ بِهِ خَيْرًا يُفَقِّهْهُ فِي الدِّينِ (هغه څوک چه هغه لره اللّه تعالٰی دډیرخیراراده اوکړی نوپه دین کښی ورله ښه پوهه ورکړی) -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل