البقرة ۱۵

اللَّهُ يَسْتَهْزِئُ بِهِمْ وَيَمُدُّهُمْ فِي طُغْيَانِهِمْ يَعْمَهُونَ

اللّه تعالٰی بدله دټوقوورکوی دویته اوزیاتوی دوی په سرکشئ ددوی کښی په داسی حال چه دوی به حیران وی -

په دی آیت کښی ددوی یو صفت (طغیان) ذکرکوی اوسزا دُنیوی اواخروی ذکر کوی - (طُغْيَان) په هرکار او وینا کښی دشریعت دحدودونه وتلوته طغیان وائی (يَعْمَهُونَ) دزړه ړوندوالی او پریشان تیا او حیران تیاته عَمه ویلی کیږی (اللَّهُ يَسْتَهْزِئُ بِهِمْ) دا نسبت اللّه تعالٰی ته حقیقتاً دی بغیردتشبیه او تاویل نه اومراد دادی چه اللّه تعالٰی په دوی پوری استهزاء کوی په عذابونوورکولوسره، سره ددعویٰ دایمان ددوی نه (وَيَمُدُّهُمْ) داهم ددوی سزاده چه سره دسرکشئ نه اللّه تعالٰی دوی له اسباب دسرکشئ ‌ډیروی نوسرکشی زیاتیږی اودازیاتوالی سبب دسکون نه دی بلکه سبب دعمه ده -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل