أُولَئِكَ الَّذِينَ اشْتَرَوُا الضَّلَالَةَ بِالْهُدَى فَمَا رَبِحَتْ تِجَارَتُهُمْ وَمَا كَانُوا مُهْتَدِينَ
دغه صفتونووالا داسی خلق دی چه اغستلی ده گمراهی په بدله دهدایت کښی پس گټه اونکړله سوداگرئ ددوی، اونه دی دوی لارموندونکی -
په دی کښی نتیجه دمخکی صفاتوذکرکوی سرهٔ دزجرنه اودهغوی دوه صفات قبیحه نورذکرکوی یواشتراء دضلالت دوهم عدم اعتداء (اشْتَرَوُا) دی آیت کښی په معنی بدلولو اوپه معنی دغوره کولو ده اودادلیل دی چه منافقان ضالون (گمراهان) دی (الضَّلَالَةَ) مراددی نه هغه ناکاره صفات اواعمال دی چه مخکښی ذکرشول (بِالْهُدَى) مراددی نه صفات دی د ایمان والو (وَمَا كَانُوا مُهْتَدِينَ) په دی کښی عدم اهتدا ددین حق یا روکیدل درأس المال مراد دی -