البقرة ۱۴

وَإِذَا لَقُوا الَّذِينَ آمَنُوا قَالُوا آمَنَّا وَإِذَا خَلَوْا إِلَى شَيَاطِينِهِمْ قَالُوا إِنَّا مَعَكُمْ إِنَّمَا نَحْنُ مُسْتَهْزِئُونَ

اوکوم وخت چه دوی مخامخ شی دهغی کسانوسره چه ایمان ئی راوړی دی وائی دوی چه ایمان راوړی دی مونږ - اوکوم وخت چه دوی لاړشی شیطانانو خپلوته وائی یقیناً مونږ ستاسو ملگری یو (په دین کښی) یقیناً مونږ ټوقی کوؤ مؤمنانوپوری -

په دی آیت کښی زورنه ده اودمنافقانو دوه صفتونه ذکرکوی یومعیت (ملگرتیا) د شیطانانو سره او دوهم استهزاء کول، شیطان نه مراد هغه کسان دی چه نبی ﷺ د مجلس نه اودحق پرستو دملگرتیانه خلق منع کوی (اسْتِهْزَاء) یوه خبره یا یو عمل یا یو کس ته سپک وگوری اوورپوری ټوقی کوی او په خبره عمل نه کوی دلته مراد استهزاء کول دی په اللّه تعالٰی او په رسول اللّه ﷺ او قرآن پوری لکه چه سورة توبه (۶۵) کښی ذکر دی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل