وَإِذَا قِيلَ لَهُمْ آمِنُوا كَمَا آمَنَ النَّاسُ قَالُوا أَنُؤْمِنُ كَمَا آمَنَ السُّفَهَاءُ أَلَا إِنَّهُمْ هُمُ السُّفَهَاءُ وَلَكِنْ لَا يَعْلَمُونَ
اوکوم وخت چه ووئیلی شی دوی ته ایمان راوړئی په شان دهغی چه ایمان راوړی دی (کاملو) خلقو نودوی وائی ایا ایمان راوړو مونږپه شان دهغه چه ایمان راوړی دی بی وقوفو خلقو خبرشئ بیشکه دوی خاص دوی بی وقوفان دی اولیکن دوی نه پوهیږی (په بی وقوفئ خپله) -
په دی آیت کښی زورنه دی او دمنافقانو دری خصلتونه ذکرکوی - صحابو ته سفهاء وئیل - په خپله صحافت کوی اوجاهل مرکب دی (وَإِذَا قِيلَ) دادعوت د معروف دی روستو د نهی عن المنکر نه (النَّاسُ) کامل خلق چه هغه صحابه کرام دی په دغی آیت کریمه کښی ایمان دصحابه کرامو معیاردپاره دایمان دخلقوگرځولی شوی دی اواشاره چه قول او عمل دصحابو حجت دی په شریعت کښی په خپلو شرطونوسره - دارنگ په دی آیت سره اشاره ده چه څوک دصحابه کرامو تنقیص کوی اوهغوی پسی بد وائی نوهغه منافق دی (السُّفَهَاءُ) څوک چه دنفع او نقصان په ځائی ښه نه پوهیږی هغه ته سفیه وائی - قرآن کښی سفیه جهل اود دین دتوحید نه مخ گرځوونکی او پیغمبر او صحابو باندی اعتراض کوونکی، او شرک کوؤنکو ته ئی وئیلی دی (وَلَكِنْ لَا يَعْلَمُونَ) مراد ددی نه جهل مرکب دی ځکه چه بی علمئ باندی نه پوهیږی نوجاهل مرکب دی هرکله چه سفاهت معنوی وصف دی ددی پیژندلوته شعوروئیلی شی نو مخکی آیت کښی لایشعرون وئیلی وؤ -