البقرة ۱۲

أَلَا إِنَّهُمْ هُمُ الْمُفْسِدُونَ وَلَكِنْ لَا يَشْعُرُونَ

خبرشئ یقیناً دوی خاص دوی ورانی کؤونکی دی اولیکن دوی نه پوهیږی په دغی ورانی کولو -

په دی کښی هم زورنه ده او د منافقینو یو صفت قبیحه ذکرکوی چه فسادونه کول دی اوپه دی کښی ردکول دی په ډیرتاکید سره په دعویٰ داصلاح هغوی باندی (وَلَكِنْ لَا يَشْعُرُونَ) داعدم شعورددوی عذرنه دی بلکه دوی په قصد سره تحقیق د حق پریخودلی دی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل