وَإِذَا قِيلَ لَهُمْ لَا تُفْسِدُوا فِي الْأَرْضِ قَالُوا إِنَّمَا نَحْنُ مُصْلِحُونَ
اوکوم وخت چه ووئیلی شی دوی ته مه کوئ ورانی په دنیا کښی دوی وائی بیشکه خاص مونږ جوړخ (اصلاح) کوونکی یو -
په دی آیت کښی هم زجردی اوددوی یو صفت قبیحه ذکرکوی چه هغه فساد ته اصلاح وئیل دی - فساد ددوی دادی شرک کول، خلق دقرآن نه منع کول، پره دی مال هلاکول، غلاکول، دیتیمانومال خوړل، سحرمنترکول، خلاف دتوحیداوسنت نه کول، دا ځای په ځای قرآن کریم کښی ذکر دی منافقینودغی کارونوته داصلاح او دنیکئ کارونه وئیل داصفت دهربدعتی او مشرک دی چه بدعت ته سنت وائی اوشرک ته توحید وائی -