فِي قُلُوبِهِمْ مَرَضٌ فَزَادَهُمُ اللَّهُ مَرَضًا وَلَهُمْ عَذَابٌ أَلِيمٌ بِمَا كَانُوا يَكْذِبُونَ
(ځکه چه) په زړونو ددوی کښی مرض دی، پس زیات کړو اللّه تعالٰی ددوی مرض (په قرآن نازولوسره) اودپاره ددوی عذاب دردناک دی په سبب ددی چه دوی همیشه دروغ وائی -
په دی آیت کښی هم زجردی اودمنافقانودوه صفات دی اودوه سزاگان ذکرکوی یود دنیا دوهم دآخرت - (مَرَضٌ) مرض دزړه ددوی شک، نفاق، بزدلی او حسد د مؤمنانوسره، پره دو زنانو ته میلان کول، ددین کاردخپل غرض دپاره کول، په زړه کښی دکافرانوسره مینه کول داپه قرآن کریم کښی ځای په ځای ذکر شوی دی (فَزَادَهُمُ اللَّهُ مَرَضًا) دا خیری کول په طریقه د تعلیم سره دطرف د اللّه تعالٰی نه دی یاجمله خبریه ده یا څومره چه قرآن نازلیږی یا حق ښکاره کیږی یامؤمنان ترقی کوی نوپه هغی سره ددوی دغه مرضونه دنفاق هم ډیریږی اوهرکله چه سبب ددی نزول دقرآن دی ددی وجی نه ددی د زیادت سبب ئی هغه ذکر کړیدی په سورة مائده (۶۸،۶۴) اوتوبه (۱۲۵) کښی او سورة اسراء (۸۲) کښی - (يَكْذِبُونَ) او (كَانُوا) دلیل دی چه دروغ وئیل ددوی عادت دی - اودا اول سبب د عذاب دی نودلالت کوی چه دروغ وئیل غټ گناه دی او حدیث کښی دمنافق په نښوکښی یوه نښه داذکرده چه خبری کوی نودروغ وائی -