يُخَادِعُونَ اللَّهَ وَالَّذِينَ آمَنُوا وَمَا يَخْدَعُونَ إِلَّا أَنْفُسَهُمْ وَمَا يَشْعُرُونَ
دهوکه، کوی دوی د اللّه تعالٰی سره اودهغه کسانوسره چه ایمان ئی راوړی دی، او دهوکه نه کوی دوی په حقیقت کښی مگردخپلوځانونوسره او نه پوهیږی دوئ (په ټگی کولو دځان سره) -
په دی کښی هم زجردی او د منافقانو دوه صفتونه دی، خداع کول او عدم شعور، هرکله چه یوکس ددین یو کار کوی اواراده لری چه په هغی سره ددُنیا فائدی حاصل کړی لکه ایمان یا عبادت وغیره ددنیا دعوض او اجرت او جاه دپاره، نوداخداع (ټگی) ده (اللَّهَ) اللّه تعالٰی سره مخادعه کول ددوی په زعم کښی مرادده یا مراد ترینه مخادعه کول درسول دهغه سره (وَمَا يَخْدَعُونَ إِلَّا أَنْفُسَهُمْ) یعنی وبال دخداع اودهغی ناکاره آثار به په دُنیا یا آخرت کښی خاص په دوی باندی را پریوځی -