وَمِنَ النَّاسِ مَنْ يَقُولُ آمَنَّا بِاللَّهِ وَبِالْيَوْمِ الْآخِرِ وَمَا هُمْ بِمُؤْمِنِينَ
او بعضی دخلقو نه هغه څوک دی چه وائی ایمان راوړی دی مونږ په اللّه تعالٰی باندی اوپه ورځ روستنی باندی او (حال دادی) چه دوی ایمان نه لری په زړونوکښی -
ددغی آیت نه تر (۱۴) پوری زورنی دی منافقانو ته او دهغوی پنځلس ناکاره صفات دی او دا ریمه ډله ده - گمراهان دی اودادوی اول صفت دی، اوتعریف دی دمنافقت، (وَمَا هُمْ بِمُؤْمِنِينَ) په زړه کښی ئی تصدیق نشته یا د اللّه تعالٰی په نزد مؤمنان نه دی -