خَتَمَ اللَّهُ عَلَى قُلُوبِهِمْ وَعَلَى سَمْعِهِمْ وَعَلَى أَبْصَارِهِمْ غِشَاوَةٌ وَلَهُمْ عَذَابٌ عَظِيمٌ
بندش ایخی دی اللّه تعالٰی په زړونو ددوئ باندی اوپه غوږونو ددوئ باندی او په سترگو ددوئ باندی نااشنا پردی دی - اودوی لره عذاب لوی شان والادی -
تخویف (ویره ده) کافرانو لره او دا دُنیوی او اُخروی سزا ذکر کوی (خَتَمَ) بندولو مطلب دادی چه زړونه ددوی په حق کښی فکر نه کوی (مراددزړه نه عقل دی) او په غوږونو سره حق نه آوری او په سترگو سره دوی حق ته نه گوری او ددی سبب ددوی کفر دی لکه نساء (۱۵۵) کښی او ددوی عملونه لکه سورة تطفیف (۱۴) کښی - لیکن اللّه تعالٰی ددی پیدا کوؤنکی دی او حاکم دی ځکه اللّه تعالٰی ځان له نسبت کړی دی - او دا دری قوتونه چه په حق کښی نه استعمالیږی نو د انسانیت آثار ترینه بهر شی (عَذَابٌ عَظِيمٌ) عذاب هرحالت د تکلیف او ضرر ته ویلی شی - عظیم، مراد دعظمت نه ډیرهیبت ناک او همیشه عذاب دی او دا خاص دی په کافرانوپوری -