إِنَّ الَّذِينَ كَفَرُوا سَوَاءٌ عَلَيْهِمْ أَأَنْذَرْتَهُمْ أَمْ لَمْ تُنْذِرْهُمْ لَا يُؤْمِنُونَ
یقیناً هغه کسان چه کفر ئي کړی دی (په ضداوپه عنادسره) برابردی په دوی باندی ویره ورکول ستا دوی لره، اویره نه ورکول ستا دوی لره دوی ایمان نه راوړی -
دازورنه ده کافرانو ته او دهغوی دری حالات ذکرکوی - کفرعنادی، انذار فائده نه ورکوی او ایمان نه راوړی او دا دوهمه ډله ده چه دوی غضب والادی اومراد د کفروا نه عنادی کفرکوؤنکی دی عام کافران مراد نه دی ځکه هغوی خو ایمان راوړی - معلومه شوه چه کفر دوه قسمه دی کفر جهلی او کفرعنادی، (عَلَيْهِمْ) علیک ئي نه دی وئیلی ځکه چه دوی ته په دعوت کولو کښی ثواب دداعی کیږی -