أُولَئِكَ عَلَى هُدًى مِنْ رَبِّهِمْ وَأُولَئِكَ هُمُ الْمُفْلِحُونَ
دغه صفتونووالا کلک دی په هدایت باندی دطرف د رب ددوی نه، او دغه صفتونووالا خاص دوی بچ کیدونکی دی-
په دی آیت کښی د مؤمنانو جزاء دنیوی (هدایت) او اخروی (فلاح) ذکرده - مُفْلِحْ، هغه څوک دی چه مراد ته ورسیږی او هیڅ تکلیف ورله نه وی - اودا حالت صرف په جنت کښی دی - او جنت ته اول داخلیدلوته فلاح وئیلی شی (أُولَئِكَ) دلیل دی چه دغی صفتونو نه بغیر هدایت او فلاح نه حاصلیږی -