وَالَّذِينَ يُؤْمِنُونَ بِمَا أُنْزِلَ إِلَيْكَ وَمَا أُنْزِلَ مِنْ قَبْلِكَ وَبِالْآخِرَةِ هُمْ يُوقِنُونَ
او دا هغه کسان دی چه یقین کوی په هغه څه چه نازل کړی شوی دی تاته او په هغه څه چه نازل کړی شوی دی ستانه مخکښی او په آخرت باندی دوی یقین کوی -
په دی آیت کښی د مؤمنانو نور دوه صفتونه ذکر دی ایمان په ټولو کتابونو او رسولانو او ایمان په آخرت باندی داهم غیب کښی داخل دی لیکن جدائی ذکرکړو دپاره د رد په یهودو او نصاریٰ باندی چه هغوی په خپلو کتابونوایمان راوړی او نور نازل شوی کتابونه نه منی - او دارنگ اخرت په هغه صفت سره نه منی څنگه چه قرآن کښی دهغی تفصیلات ذکر دی بلکه جنت ځان له خاص کوی -