الَّذِينَ يُؤْمِنُونَ بِالْغَيْبِ وَيُقِيمُونَ الصَّلَاةَ وَمِمَّا رَزَقْنَاهُمْ يُنْفِقُونَ
دا هغه کسان دی چه یقین کوی په هغه څه چه ددوی نه پټ دی، او پابندی کوی د مانځه او بعضی دهغی نه چه مونږ دوی لره ورکړی دی خرچ کوی په لار د اللّه تعالٰی کښی -
په دی کښی د مؤمنانو دری صفات ذکر کوی اول ایمان په غیب باندی - غیب نه مراد هغه څیزونه دی چه پټ دی او اللّه تعالٰی مونږ ته د هغی خبر راکړی دی او هغه اللّه تعالٰی او ملائک او کتابونه د اللّه تعالٰی او رسولان د هغه او تقدیر او ورځ دآخرت او دوباره ژوند دی او دا شامل دی ټول ایمانیاتوته - دوهم عبادت بدنیه چه اول اهم په هغی کښی اقامة دصلوٰة دی چه دهغی شرطونه او ارکان واجبات سنت، مستحب ټول په ځائی راوړی او همیشه ئی کوی او هغی ته دعوت ورکوی - دریم صفت عبادت مالیه دی (يُنْفِقُونَ) نه مراد هغه خرچ دی چه اللّه تعالٰی د حکم او درسول د طریقی سره برابروی او کوم چه ددی نه خلاف وی نو هغه اصراف او تبذیر دی لکه نذرانه د غیراللّه ، یؤلسمه، ماښامونه د مړو او څلویښتئ وغیره اودا ټول بدعات دی (وَمِمَّا رَزَقْنَاهُمْ) په دی کښی اشاره ده چه بعضی مال خرچ کول پکار دی او اشاره ده چه رزق تقسیم کوؤنکی اللّه تعالٰی دی -