البقرة ۲

ذَلِكَ الْكِتَابُ لَا رَيْبَ فِيهِ هُدًى لِلْمُتَّقِينَ

داپوره کتاب دی نیشته هیڅ شک پدی کښی لار (تقویٰ ) ښائي پرهیزگارانوته -

په دی کښی ترغیب دی قرآن ته په ذکرد دری صفتونو دهغه اول داچه دا پوره کتاب دی دوهم په دی کښی هیڅ شک نیشته دریم په دی کښی پوره هدایت دی یعنی کوم خلق چه اراده لری دلاری دتقویٰ نو هغوی ته داکتاب لار د تقویٰ ښائي او چاچه دالار حاصله کړی ده دا کتاب هغوی لره پوخ والی ورکوی په دغه لار باندی - (رَيْبَ) شک دی سره د تهمت او او انکار نه او دلته مراد ددی نه شک دی لیکن مخالفینوددی په باره کښی ریب کوؤ ددی وجی نه دلته ئي نفی دریب اوکړه - (لِلْمُتَّقِينَ) متقی په دری درجو سره دی اول هغه چه د هرقسم شرک او کفر نه ځان بچ کوی، دوهم چه په اوامرو باندی عمل کوی او د منهیاتونه ځان بچ کوی دریم چه شبهاتونه هم ځان ساتی نو متقی په دی ټولو حالاتو کښی دقرآن هدایت ته محتاج دی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل