بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ
الم
الف لام میم
نومونه ددی سورة: قسطاط القرآن (لویه خیمه) سنام القرآن (اوچت ځائی) زهراء (ځلیدونکی) ا البقرة -
ربط: ددی سوره د مخکښی سره دادی چه دا تفصیل دی او هغه اجمال وو، او هلته طلب د هدایت وو او دلته بیان د هدایت دی - هلته رب العالمین او دلته تفصیل د ربوبیت دی - هلته ایاک نعبد او دلته اثبات د توحید فی العبادة دی -
توحید او رسالت او جهاد او انفاق فی سبیل اللّه دی - توحید ئي ثابت کړی دی په لس طریقو سره او هریو ددی څلورو نه څلور څلور کرته ذکر دی -
اول دعوت قرآن ته ، بل دعوت مقصد د قرآن ته چه توحید دی بلکه ضرورت د خلافت دپاره د اجراء د مقصد د قرآن - بیا اوامر نواهی د بقاء د خلافت بیا انعامات خاصه په خلافت صحیحه باندی بیا پنځوس قباحات او خباثت د بنی اسرائیلو چه سبب دی دپاره دزوال د خلافت د هغوی نه بیا تهذیب الاخلاق او امورسیاسیه او د تدبیرمنزل امور دپاره دقیام د خلافت او ورسره قتال او حج کول اوپه آخرکښی د مضبوط والی د خلافت دپاره انفاق فی سبیل اللّه دی -
داده چه په دی سورة کښی ځلور حصی دی، اول حصه کښی څلور بابونه دی اول باب د اولی حصی تر (۲۰) پوری دی - د کتاب اللّه دری صفتونه، د مؤمنانو پنځه صفتونه، او دهغوی جزاگانی، بیا دکافرانو دری صفات او د هغوی سزاگانی، بیا د منافقانو پنځلس صفات او د هغوی سزاگانی او آخرکښی مثالونه دی -
دی ته مقطعات وئیلی شی په نزد د اکثر علماؤ دا د متشبهاتو نه دی چه د هغی علم حقیقت اللّه تعالٰی پوری خاص دی، بو حکمت ئی دادی چه دا تنبیه ده دقرآن کریم په معجزوالی باندی چه دا کتاب هغه حرفونو باندی مشتمل دی د کومونه چه دا خلق خپلی خبری جوړوی لیکن بیاهم ددی کتاب پشان څه جمله نشی جوړولی او دا قول اکثر اهل عملو غوره کړیدی - او دا مقطعات د یودیرش صورتونو په سرکښی ذکر دی او په حذف د تکرار سره څوارلس حرفونه دی چه په دوی کښی د حرفونو دټولوصفاتونه څه نا څه حصه شته دی -