إِيَّاكَ نَعْبُدُ وَإِيَّاكَ نَسْتَعِينُ
خاص تالره بندگی (محتاجی) کوؤ مونږ او خاص ستانه امداد غواړو (دهرڅه او په هرحال کښی) -
(إِيَّاكَ نَعْبُدُ) دا نتیجه د مخکی دلیلونو ده چه هرکله توحید د ذات او صفاتو ذکرشو نواوس د هغی په نتیجه کی توحید دعبادت ذکر کوی - عبادت بی انتها عاجزی سرهٔ د پوره اطاعت نه عبارت دی اوپه دی کښی دزړه عبادت او د اندامونو عبادت او مال عبادت او په هغی کښی فرض، سنت، مستحب، مکروه او حرام ټول داخل دی او په حلال او حرام کښی اطاعت کول داهم عبادت دی - (إِيَّاكَ)، هرکله چه عبادت کښی مقصد خاص کول د عبادت دی د پاره د اللّه تعالٰی او دغه توحید دی نو ددی وجی نه ایاک ئی مخکی ذکرکړو (وَإِيَّاكَ نَسْتَعِينُ) په عباداتو کښی استعانت او دعاغوختل اصل عبادت دی ددی وجی نه دائی د عبادت نه وروستو په خصوصیت سره ذکر کړو - او په دی کښی اشاره ده چه بنده په عبادت کولو کښی هم د اللّه تعالٰی امداد ته محتاج دی نو ددهٔ د عبادت کولو هیڅ احسان په اللّه تعالٰی باندی نشته - او دلته هم ایاک دلالت کوی چه دُعا رامددشه وئیل حاجت روائی او د مشکلاتو لری کولو دپاره استعانت په اللّه تعالٰی پوری خاص دی دا رد دی په هغه چاچه اللّه تعالٰی نه سیوا نبی، ولی، بزرگ، پیر، فقیر ته په سختئ کښی یا دحاجت د پوره کولو دپاره رامددشه اوازونه کوی او هغوی ته د بندگئ په طور عاجزی کوی او دا شرک دی په شان دشرک د عرب جاهلیت والو -