الفاتحة ۴

مَالِكِ يَوْمِ الدِّينِ

اختیارمند (واکدار) د ورځ دبدلی دی -

(مَالِكِ يَوْمِ الدِّينِ) داهم صفت د اللّه تعالٰی دی دپاره ددلیل ددعویٰ ، مالک د مِلک نه دی په معنی د اختیارمند او واکدار سره دی او پدی معنیٰ سره اللّه تعالٰی لره خاص دی (يَوْمِ الدِّينِ) داد قیامت د دیرش نومونونه یو نوم دی او الدین، په ‌ډیرو معانوسره راځی لیکن دلته په معنیٰ د جزا سره دی - اللّه تعالٰی د هرڅیز مالک دی هم په دنیا او هم په آخرت کښی لیکن دلته ئی تخصیص د ‌روز جزا اوکړو ځکه چه په دنیا کښی کوم ظاهری مالکان شته نو په قیامت کښی هیڅوک مالک نه وی بغیر د اللّه تعالٰی نه - ددی صفتونو او دلیلونو ترتیب دادی چه رب العالمین کښی معلومه شوه چه پیدا کؤنکی د هرنعمت اللّه تعالٰی او هغه ئی مالک دی نو سوال پیدا کیږی چه دا نعمتونه څوک ورکوی او تقسیم کوی او فرق په دغه نعمتونوکی شته دی او که نه نو الرحمٰن الرحیم سره جواب اوشو - بیا سوال پیدا کیږی چه ددی نعمتونو د استعمال د تحلیل او تحریم اختیار چاسره دی نوجواب اوشو په مالک سره او اشاره اوشوه په یوم الدین چه ددی نعمتونو استعمال خو کوئ لیکن د حساب او دجزا انتظار هم کوئ -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل