الفاتحة ۳

الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

چه عام مهربانئ والادی خاص رحم کوونکی دی -

(الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ) داهم صفتونه د اللّه تعالٰی دی په طریقه د دلیل سره دپاره د دعویٰ دا دواړه د رحمت نه اخستلی شوی دی او رحمت په صفت د اللّه تعالٰی کښی احسان فضل او نعمت کولو ته وئیلی شی او دبنده په صفت کښي زړه نرم کیدلو ته ویلی شی -دا صفتونه په بسم اللّه کښی ذکر شوی وؤ په طریقه دلیل د استعانت او په دی ځای کښی په طریقه ددلیل دپاره د تخصیص د حمد د اللّه تعالٰی ذکر دی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل