الْحَمْدُ لِلَّهِ رَبِّ الْعَالَمِينَ
ټول صفتونه د خدائیتوب خاص اللّه تعالٰی لره دی چه پالنه کوونکی د ټول عالم دی -
(الْحَمْدُ لِلَّهِ) دا دعویٰ ددی سوره ده او دا د پنځه سورتونو په سر کښی راغلی ده سورة انعام ، سورة کهف، سورة سبا، سورة فاطر - او په قرآن کریم کښی ډیر ځله دا کلمه ذکر ده - حمد د عربئ په لغت کښی ستائنه کول (صفتونه کول) او د قرآن په اصطلاح کښی صفتونه کول د اللّه تعالٰی هغه چه اللّه تعالٰی دځان دپاره په قرآنکریم کښی وئیلی دی او په احادیثو کی رسول اللّه د اللّه تعالٰی دپاره وئیلی دی او دهغه صفتونو خلاصه داده (۱) تصرف واکداری اختیار مطلق (۲) علم دهرڅیز غائب وی او که حاضر د ماکان او ما یکون او دیته ئی د الوهیت (خدائیتوب) صفتونه وئیلی دی (لِلَّهِ) لام دپاره د تخصیص دی یعنی دغه صفتونه د الوهیت د اللّه تعالٰی دپاره خاص دی په دی کښی د هفه شریک هیڅوک نشته نه نبی نه ولی نه ملک او جن پیر او فقیر او ټول مخلوق - نوپه دی کښی رد دی په ټولو اقسامو د شرک او په په ټولو ډلو مشرکانو باندی (رَبِّ الْعَالَمِينَ) دا صفت په طریقه د دلیل اول سره دی دپاره د دعویٰ او دا صفت مشرکانو د اللّه تعالٰی دپاره منلی دی لکه په سورة مؤمنون (۸۷،۸۶) کښی - رب د تربیت نه اخستلی شوی دی یعنی یو څیز په دمه دمه خپل کمال ته رسول نو په تربیت کښی دوه خبری شامل دی اول د پالنی د ژوند تیرولو څیزونه پیداکول دویم په هغی کښی د پالنی اثر پیداکول او دا کارونه د اللّه تعالٰی نه بغیر هیڅوک نشی کولی نوځکه دا صفت اللّه تعالٰی پوری خاص دی او د رب په لغت د عرب کښی ډیری معانی شته او بعضی دهغی نه په قرآن کښی هم مستعمل دی - سید، مالک، مصلح خیرخواه، حاکم، اختیارمند دحکم ، پالنه کوونکی، معبود، (الْعَالَمِينَ) جمع د عالم ده ټول موجودات سیوا د اللّه تعالٰی نه دیته عالم ویلی شی په هغی کی ډیراقسام دی ددی وجی نه جمع ئی ذکر کړی ده اود هغی تفسیر په سورة شعراء (۲۸،۲۷،۲۶) کښی ذکر دی -