بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ
خاص په نوم د اللّه تعالی سره چه عام مهربانی والا خاص رحم والا دی (امداد غواړو په ټولوحاجتونو او حالتونوکی) -
داد قرآن په کتبی ترتیب کی اول سورة دی او مکی دی او مکی هغه ته ویلی شی چه د هجرت د نبی نه وړاندی نازل شوی وی او ددی سورة مفسرینو دویشت نومونه ذکر کړی دی مشهور نوم ئی الفاتحه ده چه دقرآن کریم افتتاح او د مونځ د هررکعت افتتاح پدی سورت سره کیږی - بل نوم ئی ام القرآن یعنی دقرآن کریم مقاصد اصول پدی سورت کی را جمع دی د هغی تفصیل دادی چه په دی سورة کی پنځه اقسام د توحید دی توحید دذات ، توحید د ربوبیت، توحید د آسماء صفات، توحید د الوهیت، توحید د حکم او تشریع - او دارنگ د معرفت پنځه قسمونه دی معرفت د ذات الٰهی ، معرفت د صفاتو د اللّه تعالٰی معرفت د حقوقو د اللّه تعالٰی معرفت د هغه لاری چه رسونکی ده حقوقو د هغه ته معرفت د اهل طریق او د هغی د مخالفینو - دارنگ پنځه نومونه د اللّه تعالٰی دی اللّه ، رب ، رحمٰن، رحیم، مالک، او د اوو گمراهو فرقو تردید دی - ټول مشرکان، قدریه، جبریه، مرجئه، روافض شیعه او ټول مبتدعین او جهمیه -
اثبات دصفاتو د الوهیت (خدائی توب) خاص اللّه تعالٰی لره به په لفظ د الحمد للّٰه سره -
اول دعوی ده ، دویم دری دلیلونه دی ، دریم نتیجه د هغی په توحید د عبادت او استقامت سره ، څلورم تعلیم د دعا د هدایت او استقامت، پنځم ذکر د دری ډلو -
(بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ) باء دپاره دا ستعانت (مدد طلب کولو) ده (اللَّه) اسم ذات عَلَم (نوم) دی چه ټول صفتونه د کمال پکښی را جمع دی - (الرَّحْمَنِ) هغه ذات چه صفتونه ئی عام دی په دنیا کښی او غټو نعمتونووالا دی - (الرَّحِيمِ) هغه ذات دی چه خاص رحمتونه او نعمتونه کوی په خاص بندگانو باندی په دنیا او آخرت کښی - د امداد غوښتلو سره صفتونه د رحمت پوره مناسبت لری ددی وجی دا صفتونه ئی خاص کړل (بِسْمِ) دپاره متعلق پټ دی لیکن روستو د هغی نه د پاره د تخصیص پیداکولو نو معنیٰ ئی داده چه خاص په نوم د اللّه تعالٰی چه رحمٰن رحیم دی امداد غواړو په هرکار او هرحال کښی او خاص په وخت د شروع کولو د قرآن کښی نو په دی کلمه کښی رد دی په په شرک فی الاستعانت باندی او دا دین د اسلام خلاصه ده او ټولو کتابونو دالٰهیو مقصد دی -