اهْدِنَا الصِّرَاطَ الْمُسْتَقِيمَ
کلک کړی مونږ په لاره نیغه (سیده) باندی -
(اهْدِنَا الصِّرَاطَ الْمُسْتَقِيمَ) هرکله چه دتوحید ټول اقسام ذکرشول نواوس تعلیم ددُعا دی دطرف د اللّه تعالٰی نه بندگانو دپاره د مضبوط پاتی کیدلو په هغی باندی، هدایت په لغت دعرب کښی لار دخیر خودل دی او کله دشر په ځای استعمالیږی په طورد تحکم او د اللّه تعالٰی د طرف نه د هدایت ډیر درجات دی اوله درجه دهدایت فطریه او دوهمه حواس ظاهریه پیداکول او دریمه درجه قوة عقلیه ورکول څلورمه درجه عقلی دلیلونه پیدا کول په نفسونو او اطراف عالم کښی - پنځمه درجه کتابونه نازلول او رسولان رالیږل شپږمه توفیق او مضبوط والی ورکول اوؤمه د توفیق په نتیجه سره جنت ته رسول او ددی ټولو درجاتو دپاره لفظ دهدایت استعمال کړی شوی دی - دلته مراد د هدایت نه توفیق او پوخ والی دی او ددی درجی نسبت کول په اللّه تعالٰی پوری خاص دی (الصِّرَاطَ الْمُسْتَقِيمَ) هغه لار چه زیاتی کمی او کوگوالی په کښی نه وی او مقصد ته رسوؤنکی وی او ددی تفسیر په قرآن کریم کښی په څلورو څیزونو سره دی اول توحید د ربوبیت او الوهیت لکه په سورة آلعمران (۵۱) کښی دوهم قرآن کریم لکه په سورة انعام (۱۲۶) کښی او دریم لار د انبیاء علیهم السلام لکه په سوره صافات (۱۱۸) او یٰس (۴) کښی او څلورم تابعداری د طریقی درسول لکه په سورة زخرف (۶۱) کښی -