اَللَّهَب ۵

فِي جِيدِهَا حَبْلٌ مِنْ مَسَدٍ

په سټ دهغی کښی رسئ‌ ده د پوستکی د کجورو -

داهم د هغه ښځی ناکاره حال دی یاپه دنیا کښی یاپه آخرت کښی هرچه په دنیا کښی دی نو په دی کښی دری قولونه دی اول داچه دا صورت د خشاک د گیډی راوړلو دی یعنی خشاک به ئی داسی راوړلو چه رسئ به ئی د مزدورانوپه شان خپلی غاړی ته اچولی وه او گیډی به ئی شاته راړولی وؤ - دوهم قول دادی هرکله چه دی د ازغو گیډی راوړل نویووخت دده مرئ ته رسئ د گیډی اړمه شوه نودا په هغه سره پانسی شوه او مړه شوه - دریم قول دادی چه د هغی په غاړه باندی دمرو او کنجکو امیل وؤ لکه چه په دی وخت کښی اکثربدعتیانو او ملنگانو خپلو غاړوته اچولی وی - اوهرچه په آخرت کښی دی نو مسد کنایه ده د زنځیر د جهنم نه چه ددی سټ ته به پروت وی نو دا تخویف اخروی دی (مَسَدٍ) په لغت کښی هغه رسئ‌ ده چه د پټو دکجورو نه کلکه اودلی شوی وی شلیدل ئی گران وی اوپه هغی سره مرئ هم پانسی کیدی شی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل