اَللَّهَب ۴

وَامْرَأَتُهُ حَمَّالَةَ الْحَطَبِ

او ښځه دده چه را اوچتوؤنکی د خشاک ده -

په دی کښی قباحت د حال دښځی د ابولهب دی دپاره د تکمبل دقباحت د ابولهب یعنی خاوند او ښځه دواړه په خباثت کښی یوشان وؤ نو عذاب کښی به هم یوشان وی (حَمَّالَةَ) مبالغة ده د حمل نه او الحطب په حقیقت کښی خشاک او لرگوته وئیلی کیږی دلته مفسرینو ډیر اقول نقل کړی دی حاصل ئی دادی چه معنیٰ حقیقی مراد ده یا معنیٰ مجازی - چه معنیٰ مراد شی نو په هغی کښی دوه قولونه دی اول قول چه ابن زید نه نقل دی چه دی ښځی به ازغی دار لرگی رواړل او دشپی به ئی د نبی ﷺ او دصحابو په لارو کښی اچول دپاره ددی چه دوی مسجد حرام ته نه راځی اوکه راځی چه تکلیف ورته اورسیږی اوداهم په دشمنئ‌ کښی خصیص عمل دی - دوهم قول دادی اگرچه مالدار وه لیکن دومره بخیله وه چه دغرونو نه به ئی لرگی او خشاک دکوردپاره په خپل سر اوسټ باندی راوړلو نودا ددی نهایت بخل او خساست ته اشاره ده - او چه معنیٰ مجازی مراد شی نوپه هغی کښی دوه اقوال دی اول قول دادی چه دخلقو په مینځ کښی عموماً‌ او اود نبی ﷺ او صحابو په مینځ کښی خصوصاً‌ چغلی به ئی کوله دپاره ددی چه ددوی په مابین کښی فساد ا وتفرق پیدا شی اوداهم د ذلیلانو عمل دی - دوهم قول دادی چه حطب کنایه ده د گناهونونه یعنی دی به ډیرقسمه گناهونه کول کفراوشرک، چغلی او د نبی ﷺ هجو (بدی وئیل) به ئی کوله او د محمد په ځای به ئی مُذَمَّم وئیلو -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل